پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې اړوند خواجه خېل سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نوروز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د نوروز او یوسف خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې نوروز لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
