پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۲۰
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د محمد یاسر او بلال احمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بلال احمد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو درېیوو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٥٨ منډو هدف وټاکه. محمد یاسر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د درېیوو ویکټو په زیان ٤٠ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS