پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یارانو لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې مرجان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٤ ورځې به دوام وکړي.
