پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۵۶
پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ او د (AWEC) موسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فهيم لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د احمد فهیم او قدرت الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، قدرت الله لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۷۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د احمد فهیم لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اووم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او لوبه يې د اتو ویکټو په توپیر وګټله.

د يادو سياليو موخه په لري پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول دي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS