پکتیکا؛ په بکخېل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بکخېل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې شپږ ورځې مخکي پيل شوې وې د بکخېل الف لوبډلي په اتلولۍ پاي ته ورسېدې.
دغو سياليو په پايلوبه کې بکخېل الف لوبډلې خپلې سیالې مليزو لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
