پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د همت ۲۰۲۴ چلینج کپ فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړند فوټبال فدراسیون او همت سپورټ مسوولینو په همغږۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې ۷ ورځې مخکې پیل شوې د مددخیل اي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مددخیل اي او کشیوال بي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مددخیل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په پنلټیو شوټونو کې د ۲—۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.