پکتیکا؛ یوسف خیل ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې له کټواز کې ون کلب څخه بلال لومړی، له ښکلا کلب څخه وکیل دویم او له کټواز ۲ کلب څخه سلام درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
