چین اسیایي سیالۍ؛ دوو افغان ورزشکارانو خپل سیالان مات کړل
د چین په کوربتوب اسیایي المپیکي سیالۍ چې د دې هیواد په هانګژو ښار کې روانې دي، نن دوو افغان تکواندو کارانو امېد سهاک او حکمت زین خپلو سیالانې ته ماتې ورکړې.
په دې سیالیو کې امید سهاک نیپالي سیال ته ماتې ورکړه او له ایراني سیال یې ناتې وخوړه او حکمت زین بیا د لاوس هیواد سیالا ماتې ورکړه، خو د جنوبي کوریا له سیال څخه یې ماتې وخوړه.
د تکواندو په برخه کې به سبا افغان تکواندو کار علي اکبر امیري په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د خپل کوریایي سیال پر وړاندې ولوبېږي.
بل پلو بیا د ووشو په برخه کې محمد خالد هوتک له چینايي او محمد نصرت حبیبي له ایراني سیال څخه ماتې وخوړه.
یاده دې وي، چې سبا به محمد خالد هوتک او محمد نصرت حبیبي ته د برنزو مډال ورکړل شي.
