کابل؛ د ا.ا.ا د مج.اهدینو نن تر منځ د لومړي ځل لپاره د والیبال سیالۍ وشوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د ا.ا.ا د مج.اهدینو نن تر منځ د لومړي ځل لپاره د والیبال سیالۍ وشوه

تمیم هیبت

یکشنبه، مرغومی ١٩مه ،١٤٠٠

دغه د والیبال لوبه نن په درې بجو د کورنیو چارو وزارت د ښونې او روزنې په قومانداني کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې د کابل د دوهمې حوزې د مج.اهدینو تیم او د کورنیو چارو وزارت د ښونې او روزنې د قومانداني ټیم برخه اخیستې وه.

چی په پای کې د کورنیو چارو وزارت د ښونې او روزنې د قومانداني ټیم وکولی شول خپلې سیالې لوبډلې ته 2-0 په پایلې ماته ورکړي او د اتلولۍ جام وګټي.

د لوبې د تنظیموونکي ښاغلي خوشحال سروري په وینا له دې لوبو څخه موخه د خلکو او مجاهدینو ترمنځ مینه او ورورولي او د ا.ا د مج.اهدینو د ورزشي مهارتونو لوړوالی ښودل شوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS