کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په لړ کې ابو مسلم لوبډلې خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو چې د غوایي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، پر دوام یې په نننۍ لوبه کې د فراه ابو مسلم لوبډلې خپلې سیالې د فاریاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغې سیالۍ په پایله کې ابومسلم لوبډله وتوانېده چې خپلې سیالې د فاریاب خراسان لوبډلې ته د ۶-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
د یادونې وړ ده چې ابومسلم لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړنۍ سیالۍ کې هم سرسبز یاشلر لوبډلې ته د ۲-۰ ګلونو په توپیر ماتې ورکړې وه.