کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ملي فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ له مرکز او ولایتنو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.
د یادو سیالیو په پرانیست غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د یاد ریاست د دفتر رئیس فضل الرحمن بری، د یاد ویاند او د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د فوټبال ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د پرانیستې په دې مراسمو کې د ورزش ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل: د افغانستان اسـ.ـلامي امـ.ـارت تل په هېواد کې د ورزش د ملاتړ په هڅه کې دی او افغانان شاهدان دي چې تېر کال افغان ورزشکارانو د چین هېواد په کوربتوب په آسیايي لوبو کې ښه وځلېدل او پنځه مډالونه یې وګټل.
همداراز د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو په پیلېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د افغانستان فوټبال اتلانو درېیم پړاو سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان خلک او ورزشکاران د سولې او امن په فضأ کې ژوند کوي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د فراه ابو مسلم او سرسبز یاشلر لوبډلې سره لوبې وکړې چې د لومړۍ لوبې په پایله کې د فراه ابو مسلم د ۰/۲ ګولونو په توپیر سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې په یاد غوره لیګ کې به ټولې ۶۶ لوبې ترسره شي.