کابل؛ د سولې او دوستۍ په نوم د قوت الرمي پنځم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۲۴
کابل؛ د سولې او دوستۍ په نوم د قوت الرمي پنځم پړاو سيالۍ پيل شوې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د "سولې او دوستۍ" په نوم د قوت الرمي پنځم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د دعوت ارشاد رئیس مولوي داد محمد بريال عطايي، د ورزش ادارې نورو مسوولینو، د فدراسيونونو استازو او ورزشکارانو ګډون درلود.

په پيل کې د قوت الرمي فدراسیون رئیس علي شاه محمدي د دې فدراسیون د کورنيو او بهرنيو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي محمدي د ورزش ادارې له رهبري د قوت الرمي فدراسیون لپاره د يو پايه رينګ غوښتنه وکړه تر څو له کرايي رينګونو څخه استفاده ونه کړي .

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ خبرې وکړې نوموړي وويل؛ د افغانستان ا.ا په راتګ سره په هېواد کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړى.

ښاغلي ځدراڼ د قوت الرمي روانو سياليو ته په اشارې وویل؛ د ولايتونو ترمنځ سيالۍ به د ورزشکارانو ظرفيت نور هم لوړ کړي، چې په دې سره په کور دننه او بهر سياليو ته ښه چمتو شي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په وخت به د ټولو فدراسيونونو ستونزو ته رسيدنه کوي.

ځدراڼ د قوت الرمي فدراسیون ته د يوه پايه رينګ د ورکړي ژمنه هم وکړه.

د قوت الرمي په دغو سياليو کې د کابل، غزني، کاپيسا او ميدان وردګو ولايتونو ١٢٠ ورزشکاران برخه لري.

يادې سیالۍ چې دوه ورځې به دوام وکړي موخه يې د ورزشکارانو ظرفيت لوړول، د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کول او د تجربو شريکول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS