کابل؛ د مرحوم محمد ابراهيم جام په نوم د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې
په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوکوهنې فدراسیون په مرکزي تمريناتي ځاى کې د مرحوم محمد ابراهيم احمدي خدري جام په نوم د سوک وهنې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د کابل ښار شپږم زون د ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې له ٤٨ څخه تر مثبت ٩١ کيلو وزنونو د ١٨ کلبونو ١٤٠ ورزشکارانو ګډون درلود.
یادې سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ موخه يې د سوک وهنې اتل مرحوم محمد ابراهيم احمدي خدري ياد تازه کول و.
محمد حسین حکمت د دې سیالیو د تلولۍ ګپ وګاټه، چې تر څنګ يې نورو ګټونکو ورزشکارانو ته هم مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر رئیس او مالي او اداري سرپرست مولوي محمد الله احساس، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ او د سوک وهنې فدراسيون مسوولینو شتون درلود.
