کابل؛ د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو خزاني جام سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۰
کابل؛ د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو خزاني جام سيالۍ پيل شوې

د کابل د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري، د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بازمايانا سبک کې د کونګ فو خزاني جام سيالۍ پيل شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

دغه سيالۍ به په تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د تک فايټ په ډول ترسره شي، چې په پايله کې به غوره ورزشکاران راتلونکو سياليو ته وپېژندل شي.

د يادو سياليو موخه د کونګ فو ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزشکارانو ته د سياليو برابرول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS