کابل؛ د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري او د دعوت او ارشاد رييسانو د پهلوانۍ سراسري ملي ټاکنيزې سياليو څخه ليدنه وکړه
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست مالي او اداري رييس مولوي عبد الناصر هاشمي او د دعوت او ارشاد رييس مفتي داد محمد بريال عطايي د کابل ښار په ګډون د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰۰ څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ د «قاري حيات الله رحماني جام» تر سرليک لاندې د پهلوانۍ ملي سراسري ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه.
د دې سياليو په جريان کې د هېواد ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رييس مفتي داد محمد بريال عطايي ورزشکارانو او نندارچيانو ته د وينا پر مهال، په اسلام کې د پهلواني ورزش د تاريخ په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې ورزش د ارزښت په اړه يې خبرې وکړې.
دغه راز نوموړي له ورزشکارانو وغوښتل چې د پهلواني ورزش د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ترسره کړي او شرعي اصول په پام کې ونيسي.
همدارنګه د سياليو د مسوولينو او ورزشکارانو يې وغوښتل، چې د سياليو په جريان کې د لمانځه پابندي وکړي او د لمانځه په وخت کې لمانځه ته ولاړ شي.
دغه سيالۍ په درېيو عمري کټګوريو کوچنيانو، نويو ځوانانو او ځوانانو کې د هېواد لسو ولايتونو څخه د ۲۰۰۰ څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ له تېرو درې ورځو راهیسې روانې دي، چې په پای کې به يې له هرې کټګورۍ ۴۰، ۴۰ تنه د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
