کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام نن درېيمه ورځ يما پېټرول، فارياب ځوانانو او د بغلان لوبډلو برياوې خپلې کړې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۲۰
کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام نن درېيمه ورځ يما پېټرول، فارياب ځوانانو او د بغلان لوبډلو برياوې خپلې کړې

د‌ وزلوبې او نېزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سياليو په لړ کې نن ورځ په اوومه لوبه کې يما پېټرول لوبډلې پنجشېر ته، په اتمه لوبه کې فارياب ځوانانو لوبډلې هرات ته او په نهمه لوبه کې بيا بغلان لوبډلې تخار ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو اوومه لوبه کې يما پېټرول لوبډلې خپلې سيالې پنجشېر لوبډلې ته د ۱۱/۰ امتيازونو په توپير سخته ماتې ورکړه، همدارنګه په دوام يې په اتمه لوبه کې فارياب ځوانانو لوبډلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۱۱/۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په نهمه لوبه کې بيا بغلان لوبډلې سيالې تخار لوبډلې ته د ۵/۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د نېزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د ۱۱ لوبډلو ترمنځ دوې ورځې مخکې د کابل ښار په يک توت وزلوبې لوبغالي کې پيل شوي، چې د ليندۍ مياشتې تر ۲۵ نيټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS