کابل؛ د کابل فوټبال غوره لیګ سیالۍ د جوانان پیروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په غازي سټېډیوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول د کابل فوټبال غوره لیګ مقدماتي سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د جوانان پیروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د المپیګ ملي کمېټې او د هېواد ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کاګر، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو پایلوبه د جوانان کابل او جوانان پیروزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو د جوانان پیروزي لوبډلې د پینالټي شوټ په وهلو سره خپلې سیالې جوانان کابل لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو د استعدادونو ظرفیت لوړول و.
د سیالیو په پای کې د کابل فوټبال فدراسیونونو مسوولینو ته چپنې، غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.