کابل؛ د کابل ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۲:۲
کابل؛ د کابل ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټېډیوم کې د کابل په کچه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۱۰۰ مترو څخه تر ۵۰۰۰ زره مترو په بېلا بېلو واټنونو کې د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې پيل شوې، چې په پايله کې به د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۲۰ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۲۵ تنه او د مشرانو ورزشکارانو له کټګورۍ ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۷۵ تنه ورزشکاران کېږي د کابل د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د یادولو وړ ده، چې په دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د فني او مسلکي رياست سرپرست حميد الله صافي، د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس عتيق الله خالد، د سياليو د دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ او د ځغاستې ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د کابل د ځغاستې منتخبې ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS