کابل؛ د ۱۸۷ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار مرکزي زون د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د هېواد المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدراسیون له لوري د ۱۸۷ ورزشکارانو ترمنځ د ۵۵ کیلوګرام څخه تر ۹۰ کیلوګرام پورې د فټنس او د بدن ښکلا سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۸۷ ورزشکارانو له ډلې په بېلا بېلو برخو کې پینځه- پینځه ورزشکاران غوره شو، چې له ټولو برخو ۴۵ ورزشکاران کېږي د کابل ښار مرکزي زون لپاره وټاکل شوه.
د دغو سیالیو وروستیو مراسمو ته د المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي امید قمبري او ناصر تیموري او زیات شمېر مینوال راغلي وو.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار شمال زون ته د غوره لوبډلې ټاکل و.
د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته کپ، مډالونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې له دغو سیالیو وړاندې د کابل ښار ختیځ او لویدیځ زون سیالۍ هم ترسره شوې.