کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې او کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې په پای کې به یې لس غوره ورزشکاران ملي ټاکنیزو سیالیو ته لار ومومي.
دغه راز په بامیان او هرات ولایتونو کې هم ورته سیالۍ ترسره کېږي، چې په پای کې به د درېیوو ولایتونو (کابل، بامیان او هرات) غوره ورزشکارانو ترمنځ د ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالې ترسره او تر ټولو غوره هغه به یې د ګلف ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
