کابل: د نجات غريق په نوم د لامبو وهلو درېیم پړاو ښوونيز سيمينار پيل شو

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۴:۱۳
کابل: د نجات غريق په نوم د لامبو وهلو درېیم پړاو ښوونيز سيمينار پيل شو

په کابل کې د نجات غريق په نوم د لامبو وهلو واټرپولو درېیم پړاو ښوونيز سيمينار پيل شو.

د نجات غريق په نوم دغه سيمينار د المپیک ملي کمیټې او ورزش ادارې سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمئن، د المپيک ملي کمیټې اجرائیه رئیس الحاج دادمحمد پاينده اختري په شتون کې د کابل خروشان حوض په انګړ کې پرانیستل شو.

دغه سيمينار د نجات غريق ٣٥ استادانو په ګډون له غرقېدلو څخه د خلکو ژغورلو په موخه د قاسم علي حميدي، ډاکتر شعيب شعبان او حميدالله صافي استادانو له لورې د دوه ورځو لپاره پيل شو.

د دې سيمينار د پرانستې پر مهال د المپیک ملي کمیټې او ورزش ادارې سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمئن په خپلو خبرو کې وويل؛ د دې ورکشاپ تر پاى ته رسېدو وروسته روزونکي چې دلته روزل کيږى بايد د هېواد په نورو ولايتونو کې د نورو خلکو لپاره د دې رشتې د تدريس ورکولو وړتيا هم ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS