کابل د ۲۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ملي فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۲:۳۱
کابل د ۲۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ملي فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار له ۵۵ ورزشي کلبونو د ۲۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لوی اختر د نمانځلو په موخه د کونګ‌فو ملي فدراسیون دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د مایانا او باز مایانا سبک کې ترسره شوې او یو ورځ یې دوام وکړ.

دغو سیالیو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدارڼ، د یاد ریاست فني ریاست سرپرست حمیدالله صافی، د یاد ریاست ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، کونګ‌فو ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

په دغو سیالیو کې د هېواد ورزش ادارې ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک د امنیت په فضا کې د ورزشي سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: زه شاهد یم، چې د اختر د نماځلو په موخه په ټول هېواد کې د هېواد ورزش ادارې له لوري بېلا بېلې ورزشي سیالۍ ترسره شوې او د هېواد ورزش اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو لپاره داسې ورزشي سیالۍ برابرې کړي.

د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او د کابل ښار منتخبو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS