کابل منتخب لوبډلې د هېواد هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزو سیالیو اتلولي وگټله
د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۶ ولايتونو د ۱۷ لوبډلو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د کابل منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د بلخ، باميان، جوزجان، سرپل، غور، کونړ، کندز، لوگر، لغمان، ننگرهار، ميدان وردگ، باميان، پروان، هرات، کابل منتخب او کابل الف لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې کابل منتخب لوبډلې خپلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۲۲ پر ۱۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه او همدارنگه په يادو سياليو کې جوزجان لوبډلې بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده، چې دغو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې ۱۸ تنه غوره ورزشکاران د هېواد هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شول.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو ریيس پاينده محمد اختري، د دعوت او ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي، د هنډبال فدراسيون مسؤلينو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ مينوالو گډون کړی وو.
