کابل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدن ښکلا د ملي فدراسیون ورزشکارانو او د کلب مسولانو سره لیدنه وکړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۱:۴۶
کابل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدن ښکلا د ملي فدراسیون ورزشکارانو او د کلب مسولانو سره لیدنه وکړه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدن ښکلا ملي فدراسیون ورزشکارانو او د کلب مسوولانو سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د بدن ښکلا ملي فدراسیون د ۱۴۰۲ ه. ش کال ګزارشونه او د ورزشکارانو او د کلب مسوولانو مشکلاتو اړوند نظرونه تبادله شول.

په دغه لیدنه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو او د کلب مسوولانو ته وویل: د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټه په دې هڅه کې ده تر څو ورزشکارانو او ورزش ته د هېواد په کچه پراختیا ورکړي.

همدارنګه ښاغلي وثیق زیاته کړه: موږ هڅه کوو؛ ترڅو ورزشکارانو ته زمینه برابره کړو، چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS