کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۸
کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي و.

يادې سيالۍ د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ( سره مياشت، کابل پولي تخنيک پوهنتون، پيشکسوتان، معارف الف، معارف ب او ښوونې او روزنې) ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې کابل پولي تخنيک پوهنتون لوبډلې ته ۸۴ ـ ۴۰ ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د باسکټبال «الف» او «ب» لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه «الف» لوبډلې ته او ۱۲ تنه «ب» لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک دویم پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۷
Background image

بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ جوړو لوبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۳
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS