کابل کې د درېیوو هېوادونو ترمنځ د بډمنټون اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۰
کابل کې د درېیوو هېوادونو ترمنځ د بډمنټون اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري په پلازمېنه کابل کې د افغانستان، پاکستان او روسیې ترمنځ د بډمنټون سیالۍ د روسیې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه چې په تنهایي ډول د دوو روسي لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې یې وي‌لاډ ډوګیچکن د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ګلیپ سټیپاکوف بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

همداراز همداراز د یادو سیالیو په ټیمي پایلوبه کې بیا روسي لوبغاړو لومړی او د افغانستان لوبغاړو بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د اندونیزیا سفارت استازي ریکي سوبګجا، د المپیک ملي کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري، د هیواد د ورزش ادارې سلاکار قاري حیات الله رحماني او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د پایلوبې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي احمدالله وثیق ګټونکو لوبغاړو ته د مبارکي ترڅنګ هرکلی ووایه او همدا راز زیاته یې کړه چې افغانستان اوس په ورزشي ډګر کې له نړۍ له سره سیال دی او د نورو هېوادونو لوبغاړي په افغانستان په ډاډمنه فضأ کې لوبې ترسره کوي.

ښاغلي وثیق همداراز د هیواد ورزش ته د پراختیا په اړه وویل چې هڅه کوي د هېواد ګوټ ګوټ ته ورزش ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې د ٢٠٢٤ کال بډمنټون اتلولي سیالۍ په پلازمېنه کابل کې د افغانستان، پاکستان او روسیې لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د سیالیو غوره لوبغاړو ته نغدي او یو شمېر نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS