کابل کې د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۷
کابل کې د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د قوت الرمي ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰ څخه زياتو ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په درې عمري کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې په تک فايټ ډول سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې غوره څېرې د قوت الرمي راتلونکو سياليو ته ور وپيژندل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د قوت الرمي فدراسيون رئیس علي شاه محمدي، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د يادو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د وينا پر مهال وويل، د الله په فضل، اوس د هېواد ورزش اداره د تېر په پرتله په ټولو برخو کې ښه ورزشي امکانات لري او د ورزشکارانو په خدمت کې دي.

دغه راز نوموړي له ټولو ورزشي مسولينو په ځانګړي ډول د قوت الرمي فدراسيون مسوولينو څخه وغوښتل لکه څنګه ،چې دغه ورزش په مسلکي بڼه مخ ته وړئ ورزش د خپلو ښو اخلاقو او کلتور نمونه وګرځوئ.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د هېواد په کچه د قوت الرمي د غوره څېرو د پيژندلو او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ورزش ادارې رهبري د هرات فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن پرانیسته وکړه

د ورزش ادارې رهبري او ورزشي مسولینو په ګډون د هرات د فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن پرانیسته وکړه.

دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د دغې ادارې فني او مسلکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو ليګ کې د نندارچيانو پراخه ګډون!

دغه ليګ د لس لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره دهېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روان دی، چې هره ورځ يې لیدو ته د مسولينو ترڅنګ ګڼ شمير نندارچيان ليدو ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۸
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS