کابل کې د میلاد نبي په مناسبت د فول رزم ورزشي سیالۍ او نندارې ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۱:۳۰
کابل کې د میلاد نبي په مناسبت د فول رزم ورزشي سیالۍ او نندارې ترسره شوې

په پلازمینه کابل کې د فول رزم ملي فدراسیون له لوري د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د میلاد ورځ/ د ربیع الاول ۱۲مې په مناسبت ورزشي سیالۍ او نندارې ترسره شوې.

په دې مراسمو کې د فولرزم ملي فدراسیون پر مسوولینو سربېره د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست حقوقي مشاور سید رسول افغان او د سیالۍ برابرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ هم ګډون درلود.

یادې سیالۍ او ورزشي نندارې چې د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پیل شوې په کې د مرکز 80 لوبغاړو د ماشومانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګورۍ کې د مرکز ګډون درلود.

دا لوبې د تک فایټ په سیستم که ترسره کیږي چې موخه یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د میلاد ورځ څخه لمانځل دي.

ګډون کوونکي لوبغاړي د یادو سیالیو د برابرولو څخه خوښ دي او مرکز او ولایتونو کې د ورته سیالیو د چمتو کولو غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS