کابل کې د ورزش ادارې ۱۱ ورزشي فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۵
کابل کې د ورزش ادارې ۱۱ ورزشي فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

کابل کې د هېواد ورزش ادارې اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست جودو، بسکټبال، جمناستیک، بډمنتون، اتلتیک، زورخانه یي، پانکرېشن، تکواندو، کاراټې، کڼو (ناشنوایان) او د باتوران دود ، ۱۱ ورزشي فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته اصلاحي سمینار پای ته ورسېده.

د دغه سمینار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق،د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځداراڼ، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د ورزش ادارې مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د یادې ادارې د دعوت او ارشاد رییس مولوي داد محمد بریال عطایي، د یاد ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس الله محمد اتل مشواڼي، د یاد ریاست د دفتر مقام رییس مولوي فضل الرحمان بري او د ورزش ادارې بېلا بېلو مسوولینو ګډون کړی وو.

په یاد سمینار کې د یادو ورزشي فدراسینونو ۲۱۰ مسوولنیو او ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سمینار په پای کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش رهبري غړو له لوري د یادو ورزشي فدراسینونو ګډون کوونکو مسوولینو او ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۱۵
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۳/۳ بسکټبال سیالۍ پیل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۳/۳ بسکټبال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۱۱
Background image

بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۷
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دوبۍ پترولیم لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS