کابل کې د ١۷۰ ورزش کارانو ترمنځ د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۳۶
کابل کې د ١۷۰ ورزش کارانو ترمنځ د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د اندونیزیا سفارت په مالي مرسته د ياد رياست په ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازيوم کې د ۱۷۰ ورزش کارانو ترمنځ د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې له کابل، بامیان، بلخ، ننګرهار، هرات او سرپل ولایتونو څخه په له ٢٠ کلنو پورته او له ١٩ کلنو، ١٧ کلنو، ١٥ کلنو او ١٣ کلنو کم عمره عمري کټګوریو کې ١۷۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې په پایله کې به یې له هرې کټګوري څخه اته تنه د بډمنټون ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال عطایي، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

ښاغلي احمدجان ځدراڼ په دغو مراسمو کې د افغانستان د ورزش د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او همداراز زیاته یې کړه چې د هېواد د ورزش اداره ژمنه ده چې په هر ډول حالاتو کې به د خپلو ورزش کارانو ملاتړ کوي تر څو په نړۍوالو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

يادې سیالۍ د افغانستان بډمنټون ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS