کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ یودېرشم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بکسنګ ملي فدراسیون له لوري د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د مرحوم عبدالغفور رغبت جام په نوم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د بکسنګ یودېرشم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د پیل سیالي ته د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، بکسنګ ملي فدراسیون مشرتابه پلاوي، ورزشکاران او ګڼ شمېر مینوال راغلي وو.
د بکسنګ ملي فدراسیون مسوولینو د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د استاد عبدالغفور رغبت، چې د بکسنګ ورزش له مخکښانو څخه و ، یاد بیا را ژوندي کول ښودلي.