کابل کې د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ ۲۳م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بوکسېنګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د بوکسېنګ په مرکزي جمنازيوم کې د کابل ولايت له ۸۵ کلبونو څخه د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ ۲۳م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو پرانيستغونډې کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست د نشراتو رييس الله محمد اتل مشواڼي، د کابل ولایت د ورزش آمر ملا نقیب الله الفت، د بوکسېنګ فدراسیون مسولینو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.
دغه سيالۍ د ځوانو ورزشکارانو ترمنځ له ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۲ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۲۶ ورزشکاران د کابل ولايت د بوکسېنګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادو سياليو موخه د کابل ولايت د بوکسېنګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.