کابل کې د ۶۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۲
کابل کې د ۶۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰۲ کلبونو څخه د ۶۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د کابل ښار د څلورو زونونو، درېيو ولسواليو او معارف وزارت د يو کلب په ګډون به د ۶۳۰ سوک وهونکو ترمنځ له ۴۸ کيلو ګرام څخه تر +۹۲ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به یې ۲۶ سوک وهونکي د کابل ښار د لويانو ورزشکارانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار د لويانو ورزشکارانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره سوک وهونکو ټاکل دي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS