کام اير لوبډلې نگين هريوا او سرې مياشتې لوبډلې سټار ته ماتې ورکړه
 
              د افغانستان واليبال غوره ليگ څلورم پړاو سياليو په پنځمه ورځ، کام ایر لوبډله د نگين هريوا پر وړاندې او سټار لوبډله د سرې مياشتې لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډگر ته ښکته شوه.
د دې سياليو د پنځمې ورځې لومړۍ لوبه د کام ایر او نگين هريوا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې نگين هريوا لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې دويمه بريا خپله کړي.
دغه راز دويمه لوبه يې د سټار او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په روانو سياليو کې پرلپسې دويمه بريا خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرگولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.
