کاپیسا کې ۲۱ روزونکو ته د ملي او دودیزو لوبو اړوند سیمینار جوړ شو
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ادارې د ملي او دوديزو لوبو ۲۱ روزونکو ته د ملي او عنعوي لوبو د عمومي مديريت له خوا عملي او نظري سیمینار ورکړل شو.
دغه سیمینار د کاپیسا ولایت د ملي او دودیزو لوبو د عمومي مدیر غلام ایشان، د قوانینو د مسودې عمومي مدیر حبیب الله سعادت او د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست په ګډه همکارۍ وړاندې شو.
د دغه سیمینار په پای کې ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
