کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړۍوال جام خپله دویمه لوبه سویلي افریقا ته بایلوده
د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړۍوال جام سالیو خپله دویمه لوبه سویلي افریقا ته سوپر اور کې بایلوده.
افغان ملي لوبډله به درېیمه لوبه کې (د سلواغې پر ٢٧مه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالۍ د شل هېوادونو په ګډون د هند او زمبابوې په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او د مارچ تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له نیوزیلند، سویلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره سیالۍ کوي.
