کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
\د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مینګ باتمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مینګ باتمن لوبډلې د د ٣ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې محمد بیګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسذه شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
