کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۵
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آريانا ځوانانو او ارسلان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د آريانا ځوانانو لوبډلې د ٦ پر ٤ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ د فوټسال راتلونکو ژمنیو سیالیو ته د لا چمتو والي په موخه پیل شوي دي چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS