کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په چهارشنګي ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د کورش او سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
