کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې يو اخراوالاق ترسره شو، چې دغه اخراوالاق سيدال پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ډالیو گټونکی شو.
دا سيالۍ ملي لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
