کندز؛ د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال پنځه ورځینی لیګ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۵:۵۸
کندز؛ د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال پنځه ورځینی لیګ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یاد ولایت د فوټبال فدراسيون دنماینده ګۍ له لوري د یاد ولایت د غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه د کندز ولایت په کوربتوب د بغلان، تخار،بدخشان بامیان او کندز ولایتونو ترمنځ دفوټبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پای لوبه د بغلان ولايت استقلال اود تخار ولایت شیوا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د استقلال لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د 2/0 ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او د دې لیګ اتلولي په خپل نوم کړي.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ورزشي او غیرې ورزشي جایزې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS