کندز؛ د کيک بوکسنګ ملي لوبډلې د غوراوي يوولسم پړاو سییالیو اتلولي کابل لوبډلې خپله کړه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۷
کندز؛ د کيک بوکسنګ ملي لوبډلې د غوراوي يوولسم پړاو سییالیو اتلولي کابل لوبډلې خپله کړه

د کیک بوکسنګ ملي لوبډلې د غوراوي یوولسم پړاو سیالۍ چې د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د کندز ولایت په کوربتوب د ۲۵ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې، د کابل لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې . تیم کیک بکسنگ کابل مقام قهرمانی یازدهمین دور رقابت های انتخابی ملی را بدست آورد                                 

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د کندز والي مولوي نصار احمد نصرت، د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس قاري عزت الله سينان، د کيک بوکسنګ ملي فدراسيون رئيس عبدالرقيب عظيمي له کابل څخه راغلي پلاوي، قومي مشرانو، لوبڅارانو، روزونکو، ورزشي مسولينو او سلګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

په نوموړو سياليو کې له ۲۵ ولايتونو څخه ۱۴۲ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې له شپږ ورځنيو سياليو وروسته په دوو کټګوريو ځوانانو او لويانو کې کابل د ۱۱۴ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام، کندز د ۵۶ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم مقام او بلخ ولايت د ۱۹ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

تیم کیک بکسنگ کابل مقام قهرمانی یازدهمین دور رقابت های انتخابی ملی را بدست آورد                         

د دغو سياليو په پای کې د غوره اخلاقو کپ د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس عزت الله سينان، د غوره فايټر کپ د‌ غزني ولايت پياوړي ورزشکار احمد نويد تر لاسه کړ، چې په خپلو دریو سياليو کې يې سيال ورزشکاران په ناک اوټ سره له ميدان څخه بهر کړل، همداراز غوره لوبډلې او غوره ورزشکاران

په کپونو، مډالونو او ستاينليکونو و نازول شول.

د دغو سياليو په پای کې د غوره اخلاقو کپ د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس عزت الله سينان، د غوره فايټر کپ د‌ غزني ولايت پياوړي ورزشکار احمد نويد تر لاسه کړ، چې په خپلو دریو سياليو کې يې سيال ورزشکاران په ناک اوټ سره له ميدان څخه بهر کړل، همداراز غوره لوبډلې او غوره ورزشکاران په کپونو، مډالونو او ستاينليکونو و نازول شول.                                 

بايد يادونه وشي، چې د يادو سياليو د پايلو له اعلان وروسته له مختلفو ولايتونو څخه په مختلفو وزنونو کې ۸۵ ورزشکارانو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

هېره‌ دې نه وي، چې د نوموړو سياليو په اوږدو کې د سرې مياشتې ډاکترانو بشپړه همکاري وکړه او هڅې يې وستايل شوې.

                            

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS