کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو تر منځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري په چهار سرکه سيمه کې د ولسواليو په کچه د ۸۰ پهلوانانو تر منځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د ترسراوي موخه د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول او د ځوانانو فکري او جسمي رغونه ښودل شوي وو.