کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې استقلال نواباد لوبډلې خپلې سیالې اميد ایماق لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.