کندز؛ نظري لوبډلې د قلعه ذال ولسوالۍ د دويم پړاو واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۲۶
کندز؛ نظري لوبډلې د قلعه ذال ولسوالۍ د دويم پړاو واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال دويم پړاو سيالۍ د نظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې نظري لوبډلې سيالې قاري مجيد لوبډلې ته ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، توپ، جال او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS