کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۱۲ ورزشکارانو د کورش یو ورځنۍ سیالي ترسره کړه

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کورش فدراسیون د استازولۍ او د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د ۱۱۲ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کورش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د کورش لوبې پراختیا او د سیمې خلکو ته سالمه تفرېح د سیالیو موخه ښودل شوې.