کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست او وزلوبې فدراسیونو په ګډه همغږۍ په قلغه ذال ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د میدان حکم دوه اخرالاق اعلان شول، چې لومړی اخر الاق عبدالله چاپنداز تر حلال دایرې ورساوه او ۲۰۰ ډالر جایزه یې ترلاسه کړه.
همدا راز دویم اخرالاق ذبیح الله چاپنداز تر خط ورساوه او ۲۰۰ ډالر جایزه یې وګټله.
یادو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، موخه یې د قلعه ذال ولسوالۍ خلکو ته د سالمې تفریخ برابرول او د چاپندازانو استعداد لوړول دي.