کندز؛ په ګل تېپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۰:۲۰
کندز؛ په ګل تېپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګل تېپې ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ قوش تېپې جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د شينوارو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د چهار درې اتلانو او شينواري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شينواري اتلانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د چهار درې اتلانو لوبډلې په ټولو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې او د ۵۱ منډو په توپیر يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS