کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمېنټ د پوهنې مدیریت لوبډلې وګاټه

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۳ ورځنۍ سیالۍ د چهاردرې ولسوالۍ د پوهنې مدیریت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د سیالیو پایلوبې ته د چهاردرې ولسوالۍ د معارف او د حضرتانو فضل ځواک لوبډلو لاره وموندله، چې د چهاردرې ولسوالۍ د پوهنې لوبډلې ۲-۳ په توپیر مقابلې لوبډلې ته ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
د ولسوالۍ په کچه منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې لوبغاړو ته د هڅونې په موخه بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.