کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۶:۳۰
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په اچغر سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د خاتون قلعه ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې خاتون قلعه ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې احمد شاه نورزاده ځوانانو لوبډلې ته د ۲ پر يو گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

BACK TO NEWS